IQNA

پاپ لئو؛د  سولې لپاره د زور نه،بلکې د خبرواترو له لارې هڅه پکار ده

16:01 - March 25, 2026
د خبر لمبر: 3492603
ایکنا- دنړئ د کاتولیکانو رهبر د ایران په د تیریګر جنګ کې د اور بند لپاره دخپلې غوښتې په تکرارولو سره،د وسلو په زور نه ،بلکې د خبرواترو له لارې د سولې ډ ټينګیدا غوښتنه وکړه.

ایکنانیوز د الجزیره خبری چینل له قوله راپور  راکړ،د نړئ د کاتولیکانو رهبر څوارلسم پاپ لئو  چې لومړنئ امریکائي  پاپ دی ، یو  ځل بیا د نفرت او تاؤتریخوالي  په لازیاتیدا نیوکې کړي  او ټينګار ئې کړی دی، له ټولو غواړم  د اوربند لپاره دې هڅې وکړي البته  په وسلو سره نه ،بلکې  د خبرواترو او له لارې او په صادق زړه سره  دې  ټولو لپاره په حل لارې پسې شو.

پاپ لئو  ددې خبرې په کولو سره چې  څه د پاسه یو میلیون کسان کډه په سر شوي او ډير وژل شوي دي، زیاته کړه ، ټولو چارواکو  ته بلنه ورکوم صادقانه دې د مشکلاتو د حل لپاره  دخبرواترو له لارې هڅه وکړي.

د  نړئ دکاتولیکانو رهبر د تیرې یکشنبې په ورځ هم په مینځني  ختیځ کې تیریګر جنګ  د درستې بشري کورنئ لپاره  رسوائي بللې  او د فوري اور بند دټينګیدا لپاره ئې خپله غوښتنه تکرار کړې وه.

https://iqna.ir/fa/news/4342699

captcha